د کابل طبي علومو ( ابو علي ابن سينا ) پوهنتون داوطلبۍ خبرتیا !

Publish Date
Closing Date
موضوع: د ۱۴۰۲هـ ش کال لپاره د کابل طبي علومو( ابوعلي ابن سينا) پوهنتون ریاست تعمیرونو بیارغونې پروژه.
د کابل طبي علومو( ابو علي ابن سينا) پوهنتون ریاست په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۲هـ ش کال لپاره د کابل طبي علومو( ابوعلي ابن سينا) پوهنتون ریاست تعمیرونو بیارغونې پروژې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړی، او اړونده چاپ شوې شرطنامې یوه کاپي د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سينا) ریاست د تهیه او تدارکاتو امریت څخه د اعلان د نشر له نېټې څخه تر ۲۱ ورځو پوري په رسمي وخت کې ترلاسه کړي. ياده شرطنامه دې ولولې او خپل افر د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې وړاندې کړي، ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ بڼه دی د افر خلاصولو غونډه به په شرطنامه کې ټاکل شوې ورځ سهار په لسو بجو د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سينا) مالي او اداري معاونيت په شبعه کې ترسره کېږي.
یادونه! د اعلان د پيل نېټه: ۱۳/۶/۱۴۰۲هـ ش او د پای نېټه: ۲/۷/۱۴۰۲هـ ش