په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت خبرې وکړې. د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د یاد سیستم فعالول د وخت په مدیریت او په خپل وخت د ورځنیو چارو ترسره کولو کې مثبت ګام وباله او ویې ویل چې د کارکوونکو امتیازات به له دې لارې مشخصېږي.
لوړو زده کړو وزارت د خپلو مراجعینو لپاره د لازمو اسانتیاوو او غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې هېڅ ډول هڅې نه سپموي، چې د الکترونیکي حاضري فعالولو یوه موخه هم په خپل وخت د مراجعینو چارو ته رسېدنه ده.