د بلخ پوهنتون علمي کادر بستونو خبرتیا!
Closing Date
بلخ پوهنتون درېیم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا ، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د اداره او عامه پالیسي پوهنځی؛
• د عامه پالیسي ډیپارټمنټ (۱) بست.
• د عامه اداره ډیپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۰/۵/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۲۰/۵/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.