په افغانستان کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د ودانۍ د جوړېدو ماسټر پلان د ویډیو کنفرانس له لارې وړاندې شو

baqir_admin
اثنين, أبريل 12 2021 12:24 مساء
ل

په افغانستان کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو ودانۍ ماسټر پلان نن د مالیزیا کاري ډلې له لوري په یوه انلاین ناسته کې افغان لوري ته وړاندې شو

په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د ښار جوړونې وزارت معینې سحر همدرد او په مالیزیا کې د افغانستان سفیر شتون درلود. د مالیزیا هېواد کاري ډلې د افغانستان نړیوال اسلامي پوهنتون د ودانۍ د جوړېدو د طرحې پلان او په اړه یې جزیات وړاندې کړل.

دغه راز د ښار جوړونې وزارت معینې د یاد پوهنتون د ودانۍ د جوړېدو طرحې په اړه خپل نظریات وړاندې کړل او پرېکړه وشوه چې دغه پلان دې له معتبرو کورنیو شرکتونو سره شریک شي او نهایي کولو لپاره یې دې هڅې وشي.

د یادولو ده چې نړیوال اسلامي پوهنتون د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له لوري په ننګرهار کې جوړ شي.

ولسمشر د یوه حکم پر بنسټ د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارلې چې د هغه مالیزیايي ټیم سره په ګډه کار وکړي چې د یاد پوهنتون ماسټر پلان یې جوړ کړی دی.

Latest news

أحد, مارس 31 2024 10:44 صباحا
Background image

التقی في مكتبه، النائب الشؤون المالية والإدارية بوزارة التعليم العالي مع رئيس قسم الطوارئ في منظمة الصحة العالمية الدكتور محمد تاهون.


مولوي حافظ محمد حامد حسيب نائب المالية والإدارة بوزارة التعليم العالي، كما حضر رئيس جامعة كابول للعلوم الطبية ومستشفى علي أباد التعليمية، تحدث مع رئيس قسم الطوارئ بمنظمة الصحة العالمية. . .

BACK TO NEWS