د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې 

naser_admin
أربعاء, يونيو 11 2025 10:23 صباحا
Fffghjjnjky1255

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار کې، د روسیې هېواد پوهنې وزارت له معین سره په کتنه کې پر مختلفو علمي همکاریو او د دوه اړخیزو علمي هوکړه لیکونو پر لاسلیک کولو خبرې وکړې. 

 

په یاده لیدنه کې دواړه اړخونو له یو بل سره د تجربو شریکولو ته لېوالتیا وښوده او د افغانستان او روسیې پوهنتونونو تر منځ د ګډو علمي همکاریو د هوکړه لیکونو، پروتوکلونو او تړونونو پر لاسلیکولو یې خبرې وکړې. 

 

د روسیې د پوهنې وزارت معین وویل د روسیې پوهنتونونه له پخوا د افغانستان له پوهنتونونو سره هوکړې لري، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي بیا وویل: «بهتره ده چې یادو هوکړه لیکونو ته بیاکتنه وشي، تر څو د اوسني عصر غوښتنې او د افغانستان اړتیاوې پکې په پام کې ونیول شي.» 

 

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او ورسره مل پلاوی، څو ورځې وړاندې په رسمي بلنه د روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو درېیم نړیوال فورم کې د ګډون په موخه فدراتیف روسیې ته سفر وکړ. 

 

نېټه: چهارشنبه

۱۴۴۶، د ذوالحجة ۱۴مه

۱۴۰۴، د جوزا ۲۱مه

۲۰۲۵، د جون ۱۱مه

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS