د لوړو زده کړو وزارت وزیر په مشرۍ د خصوصي لوړو زده‌کړو کمیسیون ناسته وشوه.

ameen_admin
ثلاثاء, مايو 21 2024 3:50 صباحا
gdagdfggf


په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په یاده غونډه کې، د خصوصي تحصیلي بنسټونو د تحصیلي چارو پر کیفیت لوړونه ټینګار وکړ او دغه کمیسیون یې د یادو بنسټونو د ستونزو حل او د چارو منظموالي لپاره مهم وباله. 
وروسته له اجنډا سره سم د کمیسیون د غړو له لوري د یو شمېر خصوصي تحصیلي بنسټونو د پوهنځیو او څانګو نوي ایجاد غوښتنو، له یوه ځای څخه بل ځای ته د لېږد، د پوهنځيو او څانګو د نومونو تعدیل، د امناء پلاوي تائید او د هغوی د غوښتنو پر شرایطو بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې او یو شمېر موضوعات له تایید وروسته د نهایي پرېکړې په پار، عالي شورا ته ولېږدول شول. 
د یادونې وړ ده چې د خصوصي لوړو زده‌کړو کمیسیون د یادو بنسټونو د ستونزو حل، پرمختګ او معیاري کولو په موخه جوړ شوی، چې د لوړو زده کړو وزارت معین صاحبان، د مقام سلاکاران، د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسان او د مرکزي امارتي پوهنتونونو رئیسان یې غړیتوب لري. 

Latest news

اثنين, يوليو 07 2025 9:01 صباحا
Background image

شارك شيخ الحدیث المولوي ندا محمد نديم، وزير التعليم العالي، في حفل تخرج طلاب كلية التربية والتعلیم بجامعة قندهار، حيث ألقى كلمة بالمناسبة.

 

شارك في الاجتماع الذي أُقيم في جامعة قندهار بهذه المناسبة قيادة الجامعة، وعدد من الأساتذة، وممثلون من بعض إدارات الإمارة الإسلامية، وأعضاء من أسر الخريجين.

قال معالي وزير التعليم. . .

BACK TO NEWS