د هېواد د پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د ښوونې او روزنې برخې د اختصاصي او مسلکي تعلیماتو، ارواپوهنې، تربیتي علومو او ارواپوهنې څانګو د بیاکتنې او پراختیا لومړی پړاو کلسټر پیل شو.

ameen_admin
Sat, Nov 04 2023 7:54 AM
jknfkjdskjsa

د یاد کلسټر په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل چې موږ باید محصلین له خپل دین، کلتور، ژبې او خاورې سره په تړلې مفکوره وروزو او داسې نصاب ورته جوړ کړو چې د تخصص تر څنګ، دیني او ملي ارزښتونه پکې په پام کې نیول شوي وي. 
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین وویل چې زموږ په ټولنه کې علم ته د منصب او پیسو ګټلو په سترګه کتل کېږي، نوموړي د یاد کلسټر ګډونوالو استادانو څخه وغوښتل چې دا ذهنیت له منځه یوسي او موږ باید د علم واقعي مانا ته وروګرځو. 
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي د یاد کلسټر په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په دغه کلسټر کې به د ۱۵ څانګو پر نصاب کار وشي. هغه په نصاب کې د ملي ژبو د اصطلاحاتو پر ځای پر ځای کولو ټینګار وکړ او په دغه کلسټر کې شاملې څانګې یې د ټولنې لپاره مهمې وبللې. 
وروسته د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهاند عبدالحمید لیان د کلسټر د کار بڼې په اړه پرېزنټېشن وړاندې کړ او له استادانو یې وغوښتل چې د کلسټر چارې د ټاکلو شویو مفرداتو سره سمې پر مخ یوسي. 

Latest news

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

BACK TO NEWS