د وردګ لوړو زده کړو موسسه کې د ۱۹.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

ameen_admin
Tue, Mar 28 2023 5:15 AM
FDDSFSDFSDFSDF

د یادو پروژو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري رئیس عبدالباري خپلواک، د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري، د یاد ولایت مرستیال والي شیخ شیراحمد حقاني، د وردګ لوړو زده کړو مؤسسې نوي او پخواني رئیسانو شیخ صفت الله حقاني او پوهنیار حمیدالله عمري، استادانو، قومي مشرانو او یو شمیر محصلانو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو وزارت پلاوي، یادو چارواکو، استادانو او قومي مشرانو د وردګ لوړو زده کړو په مؤسسه کې د دغو پروژو پر تکمیلېدو خوښي وښوده او د لوړو زده کړو وزارت له رهبري پلاوي څخه یې مننه وکړه.

د وردګ لوړو زده کړو مؤسسې مسئولینو په وینا هغه پروژې چې په یاد تحصیلي بنسټ کې ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې د بیارغونې، سولري برېښنا، کمپیوترلب او سولري برېښنا، د کتابتون پارټیشن، د مؤسسې زرغونتیا لپاره سولري برېښنا، د اوبو رسولو سیستم، د انترنېټ او د تجهزاتو برابرولو پروژې شاملې دي، چې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادونې وړ ده چې وردګ لوړو زده کړو مؤسسې د کرنې او ښوونې او روزنې پوهنځي درلودې، چې څو دورې فارغان یې هم ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي، خو د شرعیاتو او کمپیوټر ساینس پوهنځي پکې نوې ایجاد شوې دي.
نیټه: سه شنبه
 ۱۴۴۴/۹/۶/ هـ ق ۱۴۰۲/۱/۸ هـ ش ۲۰۲۳/۳/۲۸ م

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

BACK TO NEWS