خوست، غزني، پروان، کنړ، نورستان، سرپل، او بغلان ولايتونو د امارتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو استادانو لپاره ديني- علمي سمينار د يادو ولايتونو پوهنتونونو مسؤلينو او لوړ پوړو چارواکو په شتون کې دائر شو.

په دې سمینارونو کې علماء کرام، د لوړو زده کړو وزارت او تحصيلي بنسټونو استادان او د هېواد ولایتونو سېمه يیز مسؤلين په بېلابېلو ديني او ټولنيزو موضوعاتو باندې هر اړخيز معلومات وړاندې کوي.
د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو په وينا د يادو سيمينارونو ترسره کولو څخه يې موخه د علما کرامو او د هېواد تحصيلي بنسټونو استادانو ترمنځ د مذاکرې، بحث او مفاهمې دروازې پرانيستل دي، چې د دواړو لورو د علمي ذخيرو څخه په استفادې د هېواد او هېوادوالو خدمت او راتلونکي لپاره یوې ګډې موخې ته ورسېږي.
د يادونې وړ ده دغه سيمينارونه چې د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد رياست په نوښت په لاره اچول شوي، تر دې مهاله د علماء کرامو او استادانو د تود هرکلي سره مخ شوي او په پام کې ده چې دغه سيمينارونه د هېواد په ټولو ولايتونو کې هم ترسره شي.