د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي تحصيلي بنسټونو ګډ کمېسیون په خپله لومړۍ غونډه کې د خپلو غړو د معرفي کولو پرمهال د کمېسيون د راتلونکو غونډو اجنډا په اړه بحث او لازم تصميمونه ونېول.

nasir_admin
Tue, Jan 10 2023 12:42 PM
Uhhggccffrdzvjjj

د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي تحصيلي بنسټونو ګډ کمېسیون په خپله لومړۍ غونډه کې د خپلو غړو د معرفي کولو پرمهال د کمېسيون د راتلونکو غونډو اجنډا په اړه بحث او لازم تصميمونه ونېول.

ياد کمېسيون د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا د پرېکړې پربنسټ د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو فعاليتونو د لا ښه والي، د ستونزو د حل، په چارو چټکتیا، د کيفيت لوړولو او د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه جوړ شو.

دغه کمېسيون، چې د لوړو زده کړو وزارت اړوند يو شمېر رئيسان او د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو استازي یې غړيتوب لري، د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو بېلابېلو زونونو استازو ټاکلو ترڅنګ د بېړنيو او بنسټيزو موضوعاتو په اړه، چې د دواړو لورو په کاري چارو کې د ځنډ او خنډ لامل ګرځي بحث وکړ او د کمېسيون د غړو له موافقې وروسته یاد موضوعات د لا زیاتې پاملرنې په موخه راتلونکې غونډې ته پاتې شول.

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت د ا.ا.ا د حاکمېدو وروسته د هېواد تحصيلي بنسټونو د ستونزو د حل او د دې وزارت د قوانينو د تطبيق په برخه کې جدي اقدامات ترسره کړې چې د قناعت وړ پايلې لري. د مسؤلينو په وینا د یاد کمېسيون جوړېدل به د کاري بهير په چټکتیا او د پوهنتونو او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د کيفيت په لوړولو کې اغېزمن تمام شي.

نېټه سه شنبه

۱۷/۶/۱۴۴۴ هـ ق ۲۰/۱۰/۱۴۰۱ هـ ش ۱۰/۱/۲۰۲۳ م

Latest news

Thu, Jun 26 2025 5:29 AM
Background image

The leadership council of the Ministry of Higher Education was held under the chairmanship of the Acting Minister of Higher Education. 

 

At the beginning of the council, the esteemed Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem spoke about the benefits and value of obedience in Islam.
The respected Sheikh further. . .

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

BACK TO NEWS