د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شمال ختیځ زون ته د خپل کاري سفر پر دوام د کندوز پوهنتون محصلینو سره وکتل.

eshaq_admin
Wed, Nov 23 2022 5:04 AM
gdfgdgd

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي  نداء محمد  ندیم صاحب په داسې حال کې، چې د دې وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو یې  هم ملتیا کوله، محصلین یې د هېواد راتلونکي مسؤلین وبلل او له هغوی یې وغوښتل، چې د علم په ترلاسه کولو کې لا ډېرې هڅې وکړي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر زیاته کړه، چې زمونږ هېواد کې د څو لسیزو ستونزو وروسته اوس خپلواکي او پوره امنیت رامنځته شوی; نو پکار ده چې له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې د خپلې مسلکي پوهې لوړولو په برخه کې پوره هڅه وکړﺉ، ترڅو د راتلونکي کې د هېواد د خدمت مصدر وګرځئ.

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محصیلنو سره ژمنه وکړه، چې د یاد وزارت د تضمین کیفیت معیارونو په رڼا کې به د دې هېواد بچیانو ته لا غوره تدریسي او اکاډمیک چاپیریال برابر وي.

وروسته د محصلینو په استازولۍ څو تنو محصلینو خبرې وکړې او شمالي ولایتونو ته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ورتګ یې له نوموړي مننه وکړه او خپلې غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې یې ورسره شریکې کړې، چې محترم سرپرست وزیر یې په تړاو اړونده مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

نېټه: چهارشنبه

۱۴۴۴/۴/۲۸هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۲هـ.ق ۲۰۲۲/۱۱/۲۳م

د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

Latest news

Thu, Jun 26 2025 5:29 AM
Background image

The leadership council of the Ministry of Higher Education was held under the chairmanship of the Acting Minister of Higher Education. 

 

At the beginning of the council, the esteemed Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem spoke about the benefits and value of obedience in Islam.
The respected Sheikh further. . .

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

BACK TO NEWS