د جوزجان پوهنتون علمي کادري بستونو اعلان !

Closing Date
د جوزجان پوهنتون د( بیا ځل) لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتور ، ماسټر او یا لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د جیولوجي او کانونو انجنیري پوهنځی:
د جیودیزي انجنیري ډیپارتمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۲/۳/۱۴۴۴ الی ۲۰/۳/۱۴۴۴هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.