د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کادري بستونو اعلان !

Closing Date
کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د دويم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د کمپیوټر ساینس پوهنځی:
د معلوماتي سیستم ډیپارتمنټ (۲) بسته، (۱) د نارینه او (۱) ښځینه استادانو لپاره .
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۰ / ۲ / ۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۳۰ / ۲ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یاد علمي کادري بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.