د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پولي تخنیک او ننګرهار پوهنتونونو رئیسان په ستاینلیکونو و ستایل.

nasir_admin
Sat, Aug 27 2022 11:31 AM
safdsfsdf

په همدې مناسب جوړه شوې ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس ، د ننګرهار پوهنتون رئیس ډاکټر خلیل احمد بهسودوال، پوهنوال عبدالرشید اقبال  او ورسره پلاوي ګډون کړی وو.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني له یادو رئیسانو د ښو کړنو له امله مننه وکړه او د ستاینلیک په ورکړې سره یې وستایل.
ښاغلي حقاني دغه راز له فتحې وروسته د کابل پولي تخنیک او ننګرهار پوهنتونونو نړیوال ژورنالونه رامنځته او تاییدیدل یو ښه زېری یاد کړ.
همدرانګه سرپرست وزیر له دوی وغوښتل، چې د یادو پوهنتونونو د پرمختګ، پر ځان بسیاینې لپاره لا ډېرې هڅې وکړې.

بل لورته د کابل پولي تخنیک پوهنتون او ننګرهار پوهنتون رئیسانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له تشویق، د ژورنالونو، څېړنې او ورته برخو کې د امکانانو له برابرولو څخه مننه وکړه.
همداشان یادو مسؤلینو د پوهنتونونو اړوند ځينې ستونزې شریکې کړې، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني له لوري د حل کېدو ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Thu, Jun 26 2025 5:29 AM
Background image

The leadership council of the Ministry of Higher Education was held under the chairmanship of the Acting Minister of Higher Education. 

 

At the beginning of the council, the esteemed Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem spoke about the benefits and value of obedience in Islam.
The respected Sheikh further. . .

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

BACK TO NEWS