د کابل او پروان پوهنتونونو د معلوماتي سیستمونو د څانګو د خالي بستونو لپاره تخصصي ازموینه نن په کابل پوهنتون کې واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست د تقرر او انفکاک امر حمیدالله عابد په وینا، په دې ازموینه کې شپږ تنو ګډون کړی وو، چې له دوی څخه د با تجربه استادانو له لوري په شفاف ډول ازموینه واخېستل شوه.