د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ترکیې ته له رسمي سفر وروسته بېرته هېواد ته راستون شو.

Akmal_admin
Sun, Jun 26 2022 4:28 AM
s

۱۴۴۳/۱۱/۲۵

۱۴۰۱/۴/۴

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ترکیې ته له رسمي سفر وروسته بېرته هېواد ته راستون شو.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني او ورسره پلاوی، چې د ترکیې په غوښتنه یاد هېواد ته په رسمي سفر تللی و، نن بېرته هېواد ته راوګرځېد.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د لوړو زده کړو شورا لوی رئیس، د دیني چارو رئیس، د دیني اوقافو رئیس، د بورسونو رئیس، د دارالافتاء رئیس، مخورو شخصیتونو او د ترکیې د معارف د نړۍوالو ښوونځیو له رئیس سره لېدنې ترسره کړې. دغه راز له هغوی سره یې تجربې او نظرونو تبادله کړل او د افغانستان تحصیلي برخو کې یې ترې د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د ترکیې هېواد بېلابېلو مسؤلینو له لوري د همکاریو ډاډ ورکړل شو.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د يادو لیدنو ترڅنګ د تحصیلي بنسټونو، د اسلامي علماؤ د نړېوال دفتر او د علمي اسلامي څېړنیز مرکز څخه هم لیدنې وکړې.

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

BACK TO NEWS