د کابل د طبي علومو پوهنتون (ابن سینا) مسوولینو د لوړو زده کړو وزارت له علمي معین سره د سرطاني ناروغیو د درملنې د ملي مرکز د پروژې د بشپړیدو او د سرطاني ناروغیو د زیاتوالي د لاملونو د معلومولو لپاره د یوه تخصصي څېړنیز ټیم د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

Akmal_admin
Tue, Mar 08 2022 8:54 AM
مسؤلان پوهنتون علوم طبی کابل (ابن سینا) در نشستی با معین علمی وزارت تحصیلات عالی، در باره تکمیل پروژه مرکز ملی تداوی امراض سرطانی و تشکیل یک تیم متخصص تحقیقاتی برای شناسایی عوامل افزایش امراض سرطانی صحبت کردند.

سه شنبه، ۱۷ کب ۱۴۰۰
د کابل د طبي علومو پوهنتون (ابن سینا) مسوولینو د لوړو زده کړو وزارت له علمي معین سره د سرطاني ناروغیو د درملنې د ملي مرکز د پروژې د بشپړیدو او د سرطاني ناروغیو د زیاتوالي د لاملونو د معلومولو لپاره د یوه تخصصي څېړنیز ټیم د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په هېواد کې د سرطان ناروغۍ د زیاتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، چې د یوه تخصصي او څېړنیز ټیم جوړولو ته اړتیا ده، ترڅو د سرطاني ناروغۍ د زیاتوالي د لاملونو د پېژندلو، د مخنیوي او درملنې په برخه کې د روغتیا وزارت او اړونده بنسټونو په همکارۍ اقدام وکړي.
د کابل د طبي علومو (ابن سینا) پوهنتون رئیس دوکتور فضل الرحمن رحماني د لوړو زده کړو وزارت له ملاتړ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ډېر ژر به یو متخصص څېړنیز ټیم جوړ کړي او خپل عملیاتي پلان به د لوړو زده کړو وزارت سره شریک کړي.
ښاغلي رحماني دغه راز په علي اباد تدریسي روغتون کې د سرطاني ناروغیو د درملنې د ملي مرکز د پروژې د فعالیتونو په اړه راپور وړاندې کړ او دواړو لورو د دغې پروژې پر لا تجهیز او بشپړولو ټینګار وکړ.

Latest news

Thu, Jun 26 2025 5:29 AM
Background image

The leadership council of the Ministry of Higher Education was held under the chairmanship of the Acting Minister of Higher Education. 

 

At the beginning of the council, the esteemed Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem spoke about the benefits and value of obedience in Islam.
The respected Sheikh further. . .

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

BACK TO NEWS