د فاریاب پوهنتون استادانو او کارکوونکو لپاره د ملکي لوړو زده کړو قانون او د لوړو زده کړو نورو تقنیني اسنادو د پوهاوي په...

Akmal_admin
Mon, Feb 14 2022 6:08 PM
به منظور آگاهی بیشتر استادان و کارمندان پوهنتون فاریاب از قانون تحصیلات عالی ملکی و سایر اسناد تقنینی وزارت تحصیلات عالی، ورکشاپ

۱۴۰۰  سلواغه ۲۵مه
د فاریاب پوهنتون استادانو او کارکوونکو لپاره د ملکي لوړو زده کړو قانون او د لوړو زده کړو نورو تقنیني اسنادو د پوهاوي په موخه، په دغه پوهنتون کې د مسلکي پراختی  ( P D C ) مرکز له لوري دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو. 
د ورکشاپ په پیل کې د فاریاب پوهنتون رئیس پوهنمل فیروز اوزبېک کریمي د علمي کادر او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او تحصیلي خدمتونو د غوره والي په برخه کې د دا ډول ورکشاپونو پر ارزښت خبرې وکړې. دغه راز د یاد پوهنتون د کاري پروګرامونو په اړه یې معلومات وړواندې کړل. 
د یادولو وړ ده چې په دغه دوه ورځني ورکشاپ کې د نظم او ډسپلین لایحه، د اکاډمیکې ازادۍ پالیسي، د ملکي لوړو زده کړو قانون، د ملکي بورسونو د تنظیم مقرره، د درسي منابعو د لیکلو لارښوونه، د علمي کادر د غړو د علمي ـ څېړنیزو رسالو تحریر، د لیسانس روزنیزې دورې مقرره، د کرېډېټ سیسټم لایحه او د لیسانس روزنیزې دورې د ازموینو چلنلار په اړه د تکړه استادانو له لوري پرېزنټېشنونه وړاندې شول.

Latest news

Thu, Jun 26 2025 5:29 AM
Background image

The leadership council of the Ministry of Higher Education was held under the chairmanship of the Acting Minister of Higher Education. 

 

At the beginning of the council, the esteemed Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem spoke about the benefits and value of obedience in Islam.
The respected Sheikh further. . .

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

BACK TO NEWS