د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د بې پولې ډاکټرانو ټولنې...

Akmal_admin
Sun, Feb 13 2022 1:43 PM
S

۱۴۰۰سلواغه ۲۴مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د بې پولې ډاکټرانو ټولنې (MSF) د OCB پروګرام له مشر سره د میوند تدریسي روغتون د ماشومانو برخې د تجهیز او په دغه روغتون کې د دوه پوړیزې ودانۍ د جوړولو هوکړه لاسلیک کړه. 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني وویل: « که زموږ تدریسي روغتونونه تجهیز او په ځان بسیا شي، په طبي برخه کې به مو ستونزې راکمې او ورسره د ناروغانو درملنه به هم په هېواد کې دننه وشي.»
همدارنګه لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر د میوند روغتون اړتیاوې په نښه  او د بې پولې ډاکټرانو ټولنې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ د یادو مرستو پر دوام او نورو تدریسي روغتونونو ته یې د دغو مرستو پر غزولو ټینګار وکړ. 
وروسته د بې پولې ډاکټرانو ټولنې (MSF) د OCB پروګرام مشر دېوید مچلسکي وویل، چې موږ بې پولې ډاکټرانو یو او موخه مو پرته له توپیر څخه د ناروغانو خدمت کول دي. 
دغه راز د میوند تدریسي روغتون رئیس ډاکټر ذبیح الله ترین د یاد روغتون په اړه معلومات وړاندې او د هوکړه لیک له لاسیک څخه یې خوښي څرګنده کړه.   
د یادولو وړه ده چې په یاده هوکړه کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې  OCB پروګرام په میوند تدریسي روغتون کې د ماشومانو داخلې، جراحي، لابراتوارونو د تجهیز او دوه پوړیزې ودانۍ جوړلو مرستې شاملې دي. 

Latest news

Thu, Jun 26 2025 5:29 AM
Background image

The leadership council of the Ministry of Higher Education was held under the chairmanship of the Acting Minister of Higher Education. 

 

At the beginning of the council, the esteemed Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem spoke about the benefits and value of obedience in Islam.
The respected Sheikh further. . .

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

BACK TO NEWS