د لوړو زده کړو وزارت اعلامیه!

Akmal_admin
اعلامیه وزارت تحصیلات عالی!

د لوړو زده کړو وزارت اعلامیه!
لکه څرنګه چې د لوړو زده کړو وزارت خصوصي تحصیلي بنسټونه په جریان کې دي، چې د ټولو خصوصي پوهنتونونو او لوړو موسسو رییسان، علمي او د محصلانو چارو مرستیالان او د پوهنځيو رییسان په رسمي ډول د لوړو زده کړو وزارت له نافذه قوانینو او مقرراتو سره سم نه دي ګومارل شوي او ان په ډېری موادردو کې لیدل کېږي، چې د خصوصي تحصیلي بنسټونو مشرتابه د دوو میاشتو په جریان کې د موسسینو له لوري ګومارل شوي او لرې شوي.
 دا په داسې حال کې ده، چې په څو وروستیو کلونو کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د محصلانو تحصیلي او د فراغت اسناد د محصلانو چارو معینیت له لوري طی مراحل کېږي. په خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې د نظم رامنځ ته کولو او د هغوی د ملاتړ په موخه، د لوړو زده کړ وزارت مشرتابه دې پرېکړې ته ورسېد، چې په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د لا ښه نظم لپاره، د خصوصي لوړو زده بنسټونو د مقررې د ۲۲مادې له شرایطو سره سم او د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د امنای هیئت د لید پر اساس، باید ټول خصوصي د لوړو زده کړو بنسټونه د لسو ورځو په جریان کې خپله رهبري، چې تر اوسه په رسمي ډول نه دي ګومارل شوي او همدارنګه برحاله رسمي استادان، په رسمي ډول لوړو زده کړو وزارت ته ورمعرفي کړي، تر څو یې د وزارت مقام له لوري له منظورۍ وروسته لاسلیک او نور اجراعات د باور وړ وګرځي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements