د مرکزي پوهنتونونو د محصلانو چارو رییسانو او مرستیالانو د لوړو زده کړو وزارت علمي او محصلانو چارو له معینانو سره ناسته ترسره کړه

Akmal_admin
Thu, Nov 25 2021 1:52 PM
رئیسان و معاونان امور محصلان پوهنتون های مرکزی با سرپرستان معینان امور علمی و امور محصلان وزارت تحصیلات عالی دیدار کردند

۱۴۰۰کال، د لېندۍ ۴مه
د مرکزي پوهنتونونو د محصلانو چارو رییسانو او مرستیالانو د لوړو زده کړو وزارت علمي او محصلانو چارو له معینانو سره ناسته ترسره کړه. 
په دغه ناسته کې چې د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو ځينو رییسانو او سلاکارانو هم حضور درلود، د مرکزي پوهنتونونو پر ستونزو یې بحث وکړ او د هېواد ځوانانو لپاره یې د غوره زده کړو پر زمینه برابرولو ټينګار وکړ. 
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، چې د دغې ناستې مشري یې هم کوله، وویل: «په ښه نیت او صداقت سره خدمت، د خلکو د ستونزو د له منځه تلو لامل ګرځي.» 
د دغې ناستې هر یوه غړي د هېواد ځوانانو لپاره د غوره تحصیلاتو زمینې برابرولو په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او لازمې پرېکړې یې وکړې.

Latest news

Thu, Jun 26 2025 5:29 AM
Background image

The leadership council of the Ministry of Higher Education was held under the chairmanship of the Acting Minister of Higher Education. 

 

At the beginning of the council, the esteemed Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem spoke about the benefits and value of obedience in Islam.
The respected Sheikh further. . .

BACK TO NEWS