ننګرهار پوهنتون کې د HEMIS سیستم دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

baqir_admin
Tue, Jun 15 2021 10:04 AM
g

یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو ریاست په نوښت د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو انسجام آمریت کې جوړ شوی، چې د ننګرهار پوهنتون سربېره د کونړ، لغمان او نورستان پوهنتونونو تدریسي او اجرائیه مدیرانو ته به پکې د یاد سیستم د کارولو په اړه روزنه او پوهاوی ورکړل شي.

د ورکشاپ د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي سیستم HEMIS د ارزښت او ښېګڼو په اړه وینا وکړه.

نوموړي وویل:" په ننګرهار پوهنتون کې د HEMIS سیستم څخه له وړاندې ګټه اخیستل کېده، چې د دې روزنیز پروګرام په تطبیق سره به دا بهیر نور هم پیاوړی شي."

پوهاند بهسودوال د پوهنتون د اړوندو څانګو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت او د پوهنتون ادارې له پرېکړې سره سم باید د محصلینو، استادانو، کریکولم او د پوهنتون د اړوندو نورو برخو ټول توکي په سافټ بڼه د HEMIS په انلاین سیستم کې ځای پر ځای کړي.

Latest news

Thu, Jun 26 2025 5:29 AM
Background image

The leadership council of the Ministry of Higher Education was held under the chairmanship of the Acting Minister of Higher Education. 

 

At the beginning of the council, the esteemed Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem spoke about the benefits and value of obedience in Islam.
The respected Sheikh further. . .

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

BACK TO NEWS