د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو تشکیلاتي جوړښت بیاکتنې کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

baqir_admin
Wed, Jun 09 2021 5:31 AM
g

د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو تشکیلاتي جوړښت بیاکتنې کمېټې نوبتي غونډه نن د دغه وزارت د مالي او اداري معین په مشرۍ جوړه او د درېیو ریاستونو جوړښت طرحه تایید شوه.

د یادې کمېټې د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد درویش د هغو ریاستونو د تشکیلاتو اصلاح او نهایي کولو په برخه کې د بشري سرچینو ریاست کاري راپور واورېده چې په تېرو غونډو کې یې په اړه بحث شوی و.

ورپسې له اجنډا سره سم د دولتي محصلانو ریاست، د خصوصي محصلانو ریاست او اداري او زېربنا ریاست د جوړولو طرحې پر نهایي کولو بحث وشو چې تر یو لړ لازمو اصلاحاتو وروسته تایید شوه.

همدارنګه په یاده غونډه کې د څېړنو او نوښت رامنځته کولو نوي عمومي ریاست د جوړښت طرحه هم غونډې ته وړاندې شوه چې تر هر اړخیزو بحثونو او د متخصصانو څرګندونو وروسته په پرنسیپ کې تایید شوه او د بشري سرچینو ریاست ته هدایت ورکړل شو چې د یادې طرحې مسوده د لا زیات غور په موخه د لوړو زده کړو وزارت علمي معینیت سره شریکه کړي.

Latest news

Thu, Jun 26 2025 5:29 AM
Background image

The leadership council of the Ministry of Higher Education was held under the chairmanship of the Acting Minister of Higher Education. 

 

At the beginning of the council, the esteemed Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem spoke about the benefits and value of obedience in Islam.
The respected Sheikh further. . .

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

BACK TO NEWS