د لوړو زده کړو وزیر د اووم تحصیلي نندارتون په پای غونډه کې ګډون وکړ

baqir_admin
Thu, Apr 01 2021 4:34 AM
ب

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر په دغه غونډه کې وویل چې که د پوهنتونونو معلوماتي نندارتونونه د تحصیلي تولیداتو وړاندې کولو پر نندارتونونو بدل شي نو د پام وړ اغېز به ولري. عباس بصیر خوښي څرګنده کړه چې د ورته نندارتونونو په جوړولو سره د لوړو زده کړو وزارت او د لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو تر منځ همغږي او اړیکې لاپراخېدی شي او دا یوه ډېره مهمه موضوع ده چې باید نور هم ورته پام وشي.

د نوموړي په وینا په ټوله کې د پوهنتونونو لومړی نسل زده کړې دویم یې څېړنې او درېیم یې تولید کوي؛ چې دا د لوړو زده کړو وزارت له کاري لومړیتونو څخه دی څو تحصیلي نظام له ښوونیز څخه څېړنیز ته واړوي.

د لوړو زده کړو وزیر وویل چې د نړۍ پرمختللو پوهنتونونو د څېړنو پر بنسټ پرمختګ کړی او دا ښکاره ده چې له څېړنو پرته به موږ د تحصیلي نظام پرمختګ کې کوم د پام وړ بدلون ونه وینو، ځکه چې پرته له څېړنو او تولید څخه د تحصیلي نظام پیاوړتیا او پرمختګ ناشونی دی.

د یاد تحصیلي نندارتون په پای غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر او د دغه وزارت ویاند پوهنیار حامد عبیدي سربېره د یوشمېر نورو دولتي او خصوصي ادارو چارواکو او مسوولینو هم ګډون کړی و.

د یادونې ده چې دغه تحصیلي نندارتون څلور ورځې وړاندې کابل کې د افغانستان د نندارتون په مرکز کې پرانیستل شو.

Latest news

Thu, Jun 26 2025 5:29 AM
Background image

The leadership council of the Ministry of Higher Education was held under the chairmanship of the Acting Minister of Higher Education. 

 

At the beginning of the council, the esteemed Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem spoke about the benefits and value of obedience in Islam.
The respected Sheikh further. . .

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

BACK TO NEWS