د لوړو زده کړو وزیر د غزني تخنیکي پوهنتون اتمې دورې فراغتغونډه کې محصلین د افغانستان ابادۍ کې ونډې اخیستلو ته وهڅول

naser_admin
Sun, Aug 31 2025 1:51 PM
Hshjsjxkdksnxjd

 

په هغه غونډه کې، چې د یادو محصلینو د فراغت په موخه په غزني تخنیکي پوهنتون کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزیر سربیره، د چارو ادارې لوی رئیس، د امر با المعروف او نهي عن المنکر وزارت نظامي مرستیال، د مرکزي دارالافتاء غړی مفتي محمد طاهر احمد، د امارتي ادارو یو شمېر استازو، د غزني تخنیکي پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، محصلینو او د فارغو محصلینو د کورنیو غړو ګدون کړی و.

 

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د یادو محصلینو له فراغت څخه د خوښۍ څرګندولو تر څنګ؛ هغوی د افغانستان ابادۍ کې وڼدې اخیستلو ته وهڅول.

 

محترم شیخ صاحب فارغو محصلانو ته په خطاب کې وویل: « نظام تاسو ته ضرورت لري تاسو هڅه وکړئ، چې د خپل مسلک او رشتې مطابق د افغانستان په بیارغونې او پرمختګ کې ونډه واخلئ او له موجوده فرصت څخه ښه استفاده وکړئ.»

هغه زیاته کړه، چې د دې نظام حفاظت ستاسو ځوانانو مکلفیت دی. موږ ټول باید د نظام په هغو چارو کې مرسته وکړو کوم، چې ورته اړتیا وي او نظام ورسره لا غښتلی کېږي.

نوموړي همدارنګه له فارغ شويو محصلانو وغوښتل، چې د افغانستان د دښمنانو دسیسو او بې ځایه تبلیغاتو ته د پام نه کوي او په خپل ملک کې دې پاتې شي، ځکه دا ملک د ټولو کور دی او پر ټولو یو شان حق لري.

همدارنګه په دغه غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور په خپلو خبرو کې یادو محصلانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د محصلانو پر زده کړو، د استاد، نصاب او تحصیلي چاپریال پر اغېزو مفصلې خبرې وکړې.

همدا راز په غونډه کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نظامي مرستیال، د غزني ولايت مرستيال والي، د غزني تخنیکي پوهنتون رئیس او يو شمېر نورو علماء کرامو او مشرانو هم د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه ارزښتناکې خبرې وکړې.

د یادونې وړه ده چې د غزني تخنيکي پوهنتون له اتمې دورې الکترو میخانیک او جيولوژي او کانونو له پوهنځیو څخه ۱۴۴ تنه انجنیران فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

نیټه: یکشنبه:

۱۴۴۷ هـ.ق د ربیع الاول ۷

۱۴۰۴ هـ.ش د وږي ۹ مه

۲۰۲۵ م د اګست ۳۱ مه

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS