د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په میدان وردګ ولایت کې یوې سترې غونډې ته وینا وکړه او د وردګ لوړو زده کړو مؤسسې له مسؤلینو سره یې وکتل 

naser_admin
Mon, Nov 18 2024 5:45 AM
877889454100

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم میدان وردګ ولایت ته د رسمي سفر پرمهال په دغه ولایت کې یوې سترې غونډې ته، چې د یاد ولایت والي، د علماوو شورا رئیس، د جهادي مدرسې مهتمم او شیوخو کرامو، د ولایتي ادارو رئیسانو، د وردګ لوړو زده کړو مؤسسې مسؤلینو، استادانو او محصلینو ګډون پکې کړی و، خبرې وکړې.  

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په یاده غونډه کې د وردګ لوړو زده کړو مؤسسې استادانو ته وویل چې د محصلینو سالمه روزنه ستاسو په غاړه کې یو ستر امانت دی او ترې ویې غوښتل چې په اخلاص او د خپلو اولادونو په شان د محصلینو تدریسي بهیر ته پاملرنه وکړي. 

دغه راز نوموړي محصلینو ته په خطاب کې وویل چې د خپلو استادانو احترام وکړي، خپلو درسونو ته متوجه شي، زیار وباسي، د خپلو تخصصي زده کړو ترڅنګ، دیني زده کړو ته هم توجه وکړي او خپل ارزښتمن وخت ضایع نکړي. 

وروسته د میدان وردګ ولایت والي قاري بختیار معاذ تحصیلي نهادونو ته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سفرونه او له نږدې د هغوی د ستونزو اورېدل وستایل او زیاته یې کړه چې د دغو سفرونو په ترڅ کې تر ډېره د پوهنتون او مدرسې ترمنځ واټن راکم شوی دی. 

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په جلا جلا ناستو کې د اسلامي ثقافت او شرعیاتو پوهنځي له استادانو او د محصلینو له استازو سره وکتل، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ. 

سرپرست وزیر همدا راز د وردګ لوړو زده کړو مؤسسې په علمي شورا کې هم ګډون وکړ او د یادې مؤسسې د مسؤلینو یو شمېر غوښتنې یې منظورې کړې. 
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۶هـ.ق، د جمادی الاول ۱۵مه
۱۴۰۳هـ.ش، د عقرب ۲۷مه
۲۰۲۴م، د نومبر ۱۷مه

Latest news

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

BACK TO NEWS