د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په حضور کې د شکر ناروغۍ د مخنیوي لارې چارې او د عامه پوهاوي پروګرام جوړ شو

naser_admin
Thu, Nov 14 2024 12:05 PM
878787455454121221

یاد پروګرام، چې په کابل طبي علومو پوهنتون کې جوړ شوی و، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د پروګرام له جوړېدو خوښي وښوده او ویې ویل: «د خوښۍ ځای دی چې زموږ هېواد کې د دا ډول ناروغیو د لاملونو، مخنیوي او درملنې په اړه د عامه پوهاوي غونډې جوړې او بحث پرې کېږي.»

 هغه د خپلو خبرو پر دوام کې وویل چې اسلام د اعتدال دین دی، که موږ په خپل ژوند کې اعتدال مراعات کړو، متنوع خواړه وخورو او ورزش وکړو، نو د ټولو ناروغیو، په ځانګړي ډول شکر پر وړاندې مقاومت پیداکوو. 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په خپلو خبرو کې له ځوانانو وغوښتل چې له مصنوعي انرژي ګانو، ډېرو غوړو او سره کړیو خوراکونو له خوړلو څخه ډډه وکړي.  

وروسته یو شمېر ډاکټرانو په خپلو پرېزنټېشنونو کې د شکر ناروغۍ د لاملونو، مخنیوي او درملنې په اړه خبرې وکړې او د یادې ناروغۍ په مخنیوي کې یې د سالمو خواړو، فزیکي تمرینونو، د وزن نورمال ساتنه، له تنباکو او سګرټو څخه ځان ساتنه باندې ټينګار وکړ.  

د یادونې وړ ده چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هر کال میلیونونه خلک له شکر ناروغۍ ځوریږي او ډېری یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.  

نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۶هـ.ق، د جمادی الاول ۱۲مه
۱۴۰۳هـ.ش، د عقرب ۲۴مه
۲۰۲۴م، د نومبر ۱۴م

Latest news

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

BACK TO NEWS