د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد زونونو دیني جامعاتو له رئیسانو سره وکتل او د یادو جامعاتو د کیفیت لوړونې پر څرنګوالي یې خبرې ورسره وکړې. 

nasir_admin
Mon, Oct 28 2024 1:39 PM
Fdertyuiooknbc

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په داسې حال کې چې د دغه وزارت مالي او ادري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب هم حضور درلود، په هېواد کې د دیني جامعاتو پر ارزښت، کیفیت لوړونه، نصاب، د استادانو علمي ظرفیت لوړونه او په دیني جامعاتو کې د فاضلانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځ ته کولو خبرې وکړې. 

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت وروستیو فعالیتونو او لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل چې دغه وزارت هڅه کوي، څو د هېواد نورو تحصیلي بنسټونو تر څنګ، د دیني جامعاتو کیفیت لوړونې او پراختیا لپاره هر اړخیز اقدامات وکړي.

 

نوموړي له یادو مسؤلینو څخه وغوښتل چې خپلې طرحې، وړاندیزونه او ستونزې ورسره شریکې کړي، څو په دې برخه کې لازم اقدمات ترسره شي. 

 

وروسته د هېواد دیني جامعاتو رئیسانو او رهبري پلاوي دیني جامعاتو ته د ا.ا.ا او لوړو زده کړو وزارت مشرتابه له پاملرنې څخه مننه وکړه، یو لړ غوښتنې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یې د حل او رسېدنې په برخه کې ژمنه وکړه. 

 

نېټه: دوشنبه

‍۱۴۴۶هـ.ق د ربیع الثاني ۲۵ مه

۱۴۰۳هـ.ش د عقرب ۷ مه

۲۰۲۴ م د اکتوبر ۲۸

Latest news

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

BACK TO NEWS