د لوړو زده کړو سرپرست وزیر دایکندي ولایت ته سفر وکړ.

nasir_admin
Sun, Oct 06 2024 4:51 PM
Ghjjgfdvbh

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم دایکندي ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د دایکندي لوړو زده کړو مؤسسې له مشرتابه، استادانو او اداري کارمندانو سره په ناسته کې د دغې مؤسسې د مسؤلینو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل. 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په یاده ناسته کې وویل چې زموږ راتګ له نیږدې د دې مؤسسې د چارو لیدنه ده. نوموړي د دایکندي لوړو زده کړو مؤسسې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې اړتیاوې به یې پوره کوي او زیاته یې کړه چې د ا.ا.ا د پوهنتون او مدرسې پرمختګ او معیاري کولو ته ژمن دی او دا یې په عمل کې ثابته کړې ده. 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یادې مؤسسې له استادانو وغوښتل چې په پوره اخلاص او د خپلو زامنو په شان د محصلینو سالمه روزنه وکړي او د نورو ډلو تر فکري اغېزې لاندې رانشي. 

وروسته د یادې مؤسسې مسؤلینو د دغې مؤسسې اړتیاوې، ستونزې او وړاندیزونه د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره شریک کړل، چې نوموړي د یادې مؤسسې ۲۱ بېلا بېل پېشنهادونه منظور او په نورو برخو کې یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

نېټه: یکشنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د ربیع الثاني ۳ مه

۱۴۰۳هـ.ش، د میزان ۱۵مه

۲۰۲۴م، د اکتوبر ۶ مه

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS