له کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه د ماسټرۍ او لیسانس په کچه ۷۵۹ انجنیران فارغ شول.

ameen_admin
Tue, Apr 30 2024 1:39 PM
khdfsdfjksd


په یاده غونډه کې چې د ا.ا.ا لوړو پوړو مسولینو ګډون کړی وو، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې د ا.ا.ا په مختلفو برخو کې مسلکي کادرونو ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه چې نظام به د خدمت زمینه ورته برابروي او ملاتړ به یې کوي.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په یادو مراسمو کې له فارغو شویو محصلینو څخه وغوښتل چې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي، ماسټري او دوکتورا برنامو ته شامل شي او د خپل مسلک له لارې هېواد ته خدمت وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د ا.ا.ا د خپلو فارغو شویو انجنیرانو او علمي کادرونو د ظرفیت لوړونې او کار زمینې برابرولو په فکر کې دی او ویې ویل: «په نړۍ کې یوازینی کامیابه نظام هغه دی چې امیر او مشر یې د رعیت د دنیا او اخرت په فکر کې وي او دا هغه څه دي چې اسلامي امارت په عمل کې ثابت کړي دي».
همداراز د امربالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي د اسلام زرین تمدن ته په اشارې سره وویل چې اسلام تر نورو ادیانو زیات د تخنیک علم ته ارزښت ورکړی دی.
همدا راز د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس پوهنوال عبدالرشید اقبال او نورو ویناوالو فارغو شویو انجنیرانو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ تر څنګ، په خپل مسلک کې لا زیاتې مطالعې، مهارت لوړولو او ظرفیت لوړونې ته راوبلل او ترې ویې غوښتل چې په اخلاص د خپلو خلکو او هېواد خدمت وکړي.
د یادونې وړ ده چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون له ۷ پوهنځیو او ۱۷ څانګو څخه ۲۲۲ د ماسټري او ۵۳۷ د لېسانس په کچه محصلين فارغ او د هېواد د ودانولو لپاره ټولنې ته وړاندې شول.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS