د لوړو زده کړو وزارت د ډاډګیرنې او خواشینۍ پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د کابل طبي علومو پوهنتون د طبي زده کړو د پراختیا رئیس او د یاد پوهنتون استاد، پوهنوال ډاکټر عبدالغفار همدرد د نامعلومو کسانو له خوا په شهادت رسېدلی دی.
انالله و انا الیه راجعون!
لوړو زده کړو وزارت د ده مړینه د هېواد علمي او کاډمیکې ټولنې لپاره یوه لویه ضایعه بولي، د خپلې ډاډګیرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ ته وړاندې کوي او د لوی خدای(ج) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته یې د جمیل صبر هیله کوي.
د لوړو زده کړو وزارت رهبري د هېواد له امنیتي برخو څخه هيله کوي، چې د دغې پېښې عاملین ونیسي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې وسپاري.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر
شیخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم
نیټه: پنجشنبه
14/6/1445هـ ق 7/10/1402هـ ش 28/12/2023 م