د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۲ هـ ش کال د محصلینو فراغت غونډه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د یاد پوهنتون مسؤلینو او د فارغو محصلانو د کورنیو غړیو په ګډون ترسره شوه.

eshaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۴:۵۹
tydfyrf

په یاده فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه فارغو شویو محصلینو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ تر څنګ فارغانو ته په خطاب کې وویل: « د لوړو زده کړو په چوکاټ کې تاسو اوس د علم اصلي مرحلې ته چې څېړنه او د نویو موضوعاتو رابرسېره کول او واضح کول دي داخل شوئ، په دې زده کړو به بسنه نه کوئ او د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو په تعقیب به نوي موضوعات څېړئ».

علمي معین دغه راز له فارغو محصلانو وغوښتل، چې د اسلامي اساساتو، خپل افغاني فرهنګ او اصولو سره ځان تړلی وساتي او د نورو د لاسوهنې لپاره د هیڅ ډول فرهنګي خلا موقع په لاس ورنکړي.

نوموړي همدارنګه وویل، چې علم د مادي ګټو په نیت نه، بلکې علم د واقعي علم او فکري جوهر په توګه ترسره کړئ. هغه همداراز زیاته کړه، چې علم مو باید په اخلاقو، منطق او استدلال او په ټوله کې مثبت فکري بدلون راوستلی وي او په علم مو خپل دین، هویت، ثقافت او تاریخ ساتلی وي.

په یاده فراغت غونډه کې د کابل ښوونې او رزونې پوهنتون رئیس شیخ الحدیث سید بشیر آغا هاشمي فارغو محصلینو ته په خطاب کې وویل، چې تاسو د خپلو والدینو او استادانو د شپاړلس کالو ثمره یاست او کوښښ وکړئ، چې په تاسو کړی باور ثابت کړئ او لا نوره د علم لار تعقیب کړئ.

نوموړي همدارنګه زیاه کړه، چې تاسو د ښوونې او روزنې پوهنتون څخه فارغ شوۍ او باید، چې په ټولنه کې د علمي اشخاصو ترڅنګ نورو سره د سلوک او قردار اولګو او مثال اووسئ.

وروسته د یاد پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند دوکتور جمشید خان رشیدي هم فارغو محصلینو ته مبارکي وویله او یادونه یې وکړه، چې سږ کال د نوموړي پوهنتون د ۵ پوهنځيو له ۱۱ څانګو څخه (۲۰۰) محصلان فارغ او له نن ورځې څخه به ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شي.

آخرین اطلاعیه ها

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۴:۱۷
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۱:۶
Background image

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد

 

بدین وسیله به تأسی ازفقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده می شود، وزارت تحصیلات عالی در نظر دارد، قرارداد پروژه اعمار دواخانه شفاخانه های کادری مرکز و ولایت . . .

بازگشت به اطلاعیه ها

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

برنامه های جدید دوکتورا، ماستری و لیسانس طی جلسه شورای عالی وزارت تحصیلات عالی ایجاد شد

 

نشست شورای عالی تحصیلات عالی به ریاست محترم شیخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم وزیر این وزارت، با عضویت معین صاحبان وزارت های اقتصاد، مالیه و معارف، هیآت رهبری پوهنتون های مرکزی و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۵۵
Background image

کنفرانس داخلی سه روزه «انقلاب صنعتی برای توسعه پایدار افغانستان» با ارایه مقالات در پوهنتون البیرونی به پایان رسید

 

کنفرانس داخلی سه روزه که از سوی وزارت تحصیلات عالی در پوهنتون البیرونی کاپیسا آغاز شده بود، با مراسم اختتامیه که در آن داکتر فاروق اعظم مشاور وزارت انرژی و آب، نمایندگان وزارت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۳:۵
Background image

کنفرانس داخلی «انقلاب صنعتی برای توسعه پایدار افغانستان» در پوهنتون البیرونی آغاز شد

 

در مراسم افتتاحیه کنفرانس یاد شده، وزیر تحصیلات عالی، وزیر صنعت و تجارت، معین علمی وزارت تحصیلات عالی، معاون والی ولایت کاپیسا، شماری از رییس صاحبان وزارت های صنعت و تجارت و تحصیلات. . .

BACK TO NEWS