داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

Publish Date
Closing Date
نېټه: 27/07/1402 مطابق د: 4/04/1445
عنوان: د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسترۍ مرکز درې برنامو لپاره د توکو تدارک پروژې داوطلبۍ ته د بلنې خبرتيا !
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/KEU/1402/NCB/W-01
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسترۍ مرکز درې برنامو لپاره د توکو تدارک پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړی، او د شرطنامې کاپي په فلش یا میموري کې د سافټ په بڼه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د تهیه او تدارکاتو امریت څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه تر ۲۱ ورځو د سهار تر لسو بجو پوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون تهیه او تدارکاتو آمريت ته، چې د کابل پنځمه ناحيه، شمع څلور لاري افشارو کې موقعيت لري، وسپاري. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (70،130.10) اويا زره يو سل دېرش عشاريه لس افغانیو په اندازه وړاندې کېږي او د افر خلاصولو غونډه به د ماسپښين په دوه بجو د ښوونې او روزنې پوهنتونو په ریاست کې ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د شرطنامې په الکترونيکي او فزيکي نسخې ترمنځ هر ډول تناقض په صورت کې، د اداري ټاپه شوې صادره نسخه د اعتبار وړ ده.