د ننګرهار پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا !

Closing Date
ننګرهار پوهنتون د بیا ځل لپاره لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال لپاره د دوکتورا ، ماسټرۍ اویا لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د اقتصاد پوهنځی :
د اداره او منجمنت ډيپارټمنټ (۲) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۷ /۱/۱۴۴۵ هـ.ق څخه تر ۲۰ / ۱ /۱۴۴۵هـ.ق پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.