د قرارداد د ورکونې تصمیم نیونې عامه خبرتیا!

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، د لوړو زده کړو وزارت ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره د (۳۲) قلمه تنظيفاتي توکو تهیه او تدارک پروژه د عمر نبي زاده شرکت ته، چې د جواز نمبر یې (22171) دی او د افغانستان، کابل مرکز خوشحال خان مېنې کې موقعیت لري، په مبلغ د (1,626,450) او ټولېز قيمت لوړ حد 1,788,745 افغانیو ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو نېټو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.