د لوړو زده کړو وزارت بشري سرچینو ریاست له لوري د «اداري پروسیجرونو، د اداري مراسلاتو او اداري اسنادو مدیریت روزنې) تر عنوان لاندې ۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ، چې د دغه وزارت مرکزي ادارو او پوهنتونونو د نویو شاملو شویو کارکوونکو لپاره جوړ شوی و، په بریالۍ توګه پ

په دغه ورکشاپ کې د وزارت مرکز او دویمي مرکزي واحدونو د ملکي خدمتونو مختلفو برخو ۸۷ تنو کارکوونکو ګډون کړی و، چې د اداري اسنادو فاینلینګ، د اسنادو ارشیف، د ادارې له ذخیرې او ارشیف څخه ساتنې او پېژندنې، د صادرې، واردې او رسیداتو کتابونو د کارولو روش او د اداري مراسلاتو د ډولونو د معرفي کولو روزنه ورکړل شوه. د ورکشاپ په پای له ګډونوالو وغوښتل شول، چې له زده شویو مهارتونو په خپلو ورځنیو کارونو کې ګټه واخلي او د ادارې د موخې په تر لاسه کولو کې خپل مسؤلیت ادا کړي.