د بلخ پوهنتون د علمي کادري بستونو اعلان !

Closing Date
بلخ پوهنتون د درېيم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د اداره او عامه پالیسۍ پوهنځی:
د انکشاف مدیریت ډيپارټمنټ (۱) بست د ښخینه وو لپاره.
د کمبیوتر ساینس پوهنځی:
د اطلاعاتی پایګاه سیستمونو ډيپارټمنټ (۱) بست د نارینه وو لپاره.
د ساینس پوهنځی:
د بیولوژي ډيپارټمنټ (۱) بست د نارینه وو لپاره.
د طب پوهنځی:
د داخله ډيپارټمنټ (۱) بست د نارینه وو لپاره.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۹ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۲۸ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.