د هندوستان هېواد د Stephens College د لېسانس په کچه د تحصیلي بورس خبرتیا

baqir_admin
ل

Due

-

په کابل کې د هندوستان هېواد سفارت د خپل رسمي یادښت له لارې د ۲۰۲۱ کال د جون میاشتې په ۲۹مه د نوي ډهلي پوهنتون په Stephens College کالج کې د لېسانس په کچه د افغان وګړو لپاره د ۲۰۲۱-۲۰۲۲ کال لپاره د یوه تحصیلي بورس د ورکړې خبر ورکړی دي.

د بورس شرطونه

          د دغه بورس بشپړ شرطونه  او جزئیات د (https://www.ststephens.edu ) وېبپاڼې  څخه تر لاسه کولای شئ.

          غوښتونکی په لوړو زده کړو وزارت کې د نوملیکنې او د سندونو د بشپړولو سربېره باید خپل غوښتنلیک په کابل کې د هند سفارت ته هم ولېږي.

          د غوښتونکي لخوا اړوند پوهنتون ته د یو اندازه پیسو ورکول لکه څنګه چې د نوي ډهلي پوهنتون کالج په ويبپاڼه کې یاده شوې ده.

          د استوګنځي او خوړو ځای چې د غوښتونکي د غوښتنلیک پر بڼسټ منل کېږي، جلا لګښتونه لري.

د بورس د اړتیا وړ سندونه

          د شهادتپاڼې درلودل چې د ښوونځي د درېیو کلنو د نومرو سلنه لږ تر لږه د ۷۰٪ سلنې څخه کمه نه وي.

          د تابعیت پېژندپاڼې درلودل

          د پاسپورټ درلودل

          د غوښتونکي ټول سندونه په انګرېزي ژبه ژباړل شوي وي.

نو ټولو په شرایطو برابر مینوالو ته خبر ورکول کېږي چې که چېرې دوی د یاد هېواد بورسونو کې د نوملیکنې غوښتونکي وي کولای شي د نوملیکنې او د اړوندو فورمونو د ترلاسه کولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د منښت عمومي دفتر (۲۱) شمېرې غرفې ته د پورته یادو شویو سندونو د اصل سره ورشي او خپل سندونه د ۲۰۲۱ کال د جولای د ۲۵مې نېټې څخه مخکې چې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې د ۳یمې نېټې سره سمون لري، بېرته وسپاري.

د یادونې وړ ده چې که چېرې د غوښتونکو شمېر د یادو شویو بورسونو له شمېر څخه ډېر وي نو یو وړ نوماند به د ښوونځي د درې کلنو لوړې نومرې د سلنې په پام کې نیولو سره وټاکل شي.

آخرین اطلاعیه ها

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۶:۷
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد

 

بدین وسیله به تأسی از فقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده می شود، وزارت تحصیلات عالی در نظر دارد، پروژه ترمیمات (6) عراده وسایط مربوط پوهنتون اسلامی بین . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۹:۲۶
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد

 

بدین وسیله به تأسی از فقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده می شود، وزارت تحصیلات عالی در نظر دارد، پروژه تهیه وتدارک سولر سیستم برای جامعه دینی امام محمد(رح) . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image

بازگشت به اطلاعیه ها

آخرین بورسیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۳:۵۳
Background image

اطلاعیه بورسیه تحصیلی پاکستان

کشورپاکستان از اعطای پنج سیت بورس تحصیلی در بخش های طب دندان، فارمسی و جراحی در مقاطع لیسانس برای سال تحصیلی 2024-2025 با شرایط ذیل خبر داده است:

شرایط و اسناد مورد نیاز:

  1. تمام مصارف . . .
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۲۱
Background image

اطلاعیه بورسیه تحصیلی سمستر خزانی سال 2023 پوهنتون (Bahria University) کشور پاکستان

سفارت محترم افغانستان مقیم اسلام آباد طی نامه شماره ف- 984  مورخ 19/ 3/ 1401 خویش از اعطای بورسیه تحصیلی پوهنتون (BU) کشور پاکستان با معافیت پرداخت هزینه در خواست پذیرش برای محصلان . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۵
Background image

اطلاعیه بورسیه تحصیلی سال 2023 پوهنتون UTMکشور پاکستان

سفارت محترم افغانستان مقیم اسلام آباد طی نامه شماره ف- 983 مورخ 19/ 3/ 1401 خویش از اعطای 100 سیت بورسیه تحصیلی پوهنتون مدیریت و تکنالوژی ( UTM) کشور پاکستان با 90 فیصد تخفیف در فیس . . .