د (ICCR) پروګرام لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د هندوستان هېواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا
Due
-
په کابل کې د هند سفارت د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۲۵مه په خپل د Kab/327/01/2021-22 شمېره یاداښت کې د افغان اتباعو لپاره د هند په بېلابېلو پوهنتونونو کې د ۲۰۲۱ – ۲۰۲۲ کلونو لپاره د هند کلتوري اړیکو شورا پروګرام په چوکاټ کې (ICCR) د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د (۱۰۰۰) زر تحصیلي بورسونو سیټ ورکولو خبر ورکړی دی.
د بورسیو شرایط:
• د منښت وړ شمېر ۱۰۰۰ کسه؛
• لازمه ده چې د انجنیرۍ څانګو نوماندانو له لسم څخه تر دولسم ټولګیو پورې د فزیک، کیمیا او ریاضیاتو مضمونونه بشپړ کړي وي؛
• په انګرېزي ژبې برلاسي وي؛
• نوماندان باید د خپلې خوښې او لېوالتیا وړ یوه لیکنه وړاندې کړي چې ۵۰۰ انګرېزي لغتونو پکې وي ترڅو د انګرېزي ژبې سویه یې تثبیت شي او همدارنګه کولای شي چې که چېرې د (ټافل او آیلټس) سند ولري هغه وړاندې کړي؛
• لازمه ده چې د ماسټرۍ او دوکتورا نوماندان د خپلې خوښې څانکې اړوند څېړنیزه مقاله چمتو او د اړتیا وړ ټولو اسنادو سره یې په پورتال کې د اړوند لېنک له لارې (www.a2ascholarships.iccr.gov.in) اړوند پوهنتون ته واستوي؛
• د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره د نوماندانو عمر باید له ۴۵ کلونو څخه لوړ نه وي؛
• د بورسیې اړوند فورمې او روغتیایي فورمې باید د (www.a2ascholarships.iccr.gov.in) ICCR سایټ فارمټ سره ډکې شي؛
• د پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو نوملړ چې نوماندان پکې داخله کولای شي او د اړتیا وړ نور معلومات په یاد پورتال کې شته او د لاسرسي وړ ده؛
• د پوهنتون فیس او د استوګنې لګښت د بورسیې ورکوونکي مرجع لخوا ورکول کېږي؛
• د الوتکې ټکټ او روغتیایي بیمه په یاده بورسیه کې شامل نه دي؛
• اضافي ټولګي چې زدکړیال یې تعقیبوي، لګښت یې د زدکړیال په خپله غاړه دی؛
• فورمې او نور اسناد چې اصل یې په انګرېزي ژبه نه وي، له انګرېزي ژباړې پرته د منلو وړ نه دي؛
• مینوال زدکړیالان خپلې فورمې په مستقیمه توګه په پورتال کې (www.a2ascholarships.iccr.gov.in) په آنلاین توګه ډکې کړي؛
• نوملیکنه په یاد لېنک کې د ۲۰۲۱ کال د مارچ ۱۵مې څخه د می ۳۰ مې پورې ترسره کېږي، غوښتنلیکونه په مستقیمه توګه اړوند بنسټ ته واستول شي؛
• د انګرېزي ژبې ازموینه او آنلاین مرکه تر ټاکنې مخکې د اړوند پوهنتون/انستیتوت له خوا اخیستل کېږي؛
• که چېرې نوماندان د اړوند تحصیلي بنسټ له خوا ردېږي نو په مستقیمه توګه نوماندانو ته خبر ورکول کېږي، هغه زدکړیالان چې بریالي کېږي نو په کابل کې د هند سفارت له خوا به منښتلیک ترلاسه کړي؛
• مینوال باید په مستقیمه توګه فورمې په آنلاین بڼه ډکې کړي او د نوماندانو نوملړ د غوښتنلیک فورمو، د تحصیلي اسنادو کاپي او د روغتیایي سرټفکېټ اصل (روغتون او یا معتبر لابراتوار) سره يوځای د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې تر ۵مې پورې په کابل کې د هند جمهوري سفارت ته وسپاري؛
• همدا راز په یاداښت کې راغلي، چې له معرفي شویو نوماندانو څخه په کابل کې د هند سفارت کې د انګرېزي ژبې مهارت ازموینه نه اخیستل کېږي؛
• نوماندان په مستقیمه توګه د اړوند پوهنتون او یا انستیتوت لخوا ردېږي؛
همدارنګه په کابل کې د هند سفارت په یاداښت کې یادونه شوې چې د بورسیې نوماندانو د اړتیا وړ اسناد په پورتال کې (www.a2acscholarships.iccr.gov.in) اپلوډ شي.
نو د هندوستان هېواد د (ICCR) پروګرام د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا بورسیو مینوالو څخه هیله کېږي چې یاد شرایط په کره توګه ولولي او که چېرې په شرایط برابر وي، د یادې بورسیې پورتال سایټ څخه په ګټې ځان نوماند کړي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره لینک کیکاږئ: