په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو وزارت استازو، ځايې مسؤلينو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوي، استادانو او څېړونکو ګډون پکې کړی و، په بریالي ډول پای ته ورسېد.
په اختتامیه مراسمو کې د کنفرانس دائروونکو او ګډونوالو کنفرانس له لاسته راوړنو ډک وباله او مسؤلینو ژمنه وکړه چې د دغه کنفرانس څېړنیزې مقالې او طرحې به له سکتوري ادارو سره د عملي کولو او پالیسیو جوړولو په موخه شریکې شي.
د یادونې وړ ده چې دغه کنفرانس ته د امارتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو او څېړونکو له لوري ۷۳ مقالې رالېږل شوې وې، چې د علمي بورډ له تائيد وروسته څه باندې ۵۰ مقالې پکې وړاندې شوې.
نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د ربیع الال ۱۱مه
۱۴۰۴هـ.ش، د سنبلې ۱۳مه
۲۰۲۵م، سپټمبر ۴مه