د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کندهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د محصلانو په فراعتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

په کندهار پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کندهار پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو د امارتي ادارو یو شمېر استازو او د فارغانو د کورنیو غړو ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شيخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب فارغو شویو محصلینو ته وویل، چې تاسو یو مهم پړاو پای ته ورساوه، خو خپلې زده کړې ونه دروئ، زده کړو ته دوام ورکړئ او خپل راتلونکی لا روښانه کړئ.
محترم شیخ صاحب زیاته کړه: «دغه سند چې نن تاسو تر لاسه کوئ، دا ستاسو د څلورو کلونو د زحمت یو امانت دی، هڅه وکړئ چې د دې امانت حق ادا کړئ او د خپلې ټولنې، دین او خپل هېواد لپاره یې د خدمت وسیله وګرځوئ.»
ورپسې د کندهار پوهنتون رییس محترم الحاج شیخ عبدالرحمن طیبي، د تېر څلور کلن نظم، د استادانو زحمتونو او د محصلانو د ښه زحمت ستاینه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د کندهار پوهنتون له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۲۲۰ تنه کسان فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
نېټه: شنبه
۱۴۴۷ هـ.ق د محرم الحرام ۹ مه
۱۴۰۴ هـ.ش د چنګاښ ۱۴ مه
۲۰۲۵ م د جولای ۵