د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د یاد ورکشاپ په اختتامیه مراسمو کې، د دغه ورکشاپ له امله د تضمین کیفیت ریاست څخه د مننې تر څنګ، په تحصیلي نهادونو کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروسو او پر تحصیلي نظام د هغو پر اغېزو او ارزښت یې خبرې وکړې.
نوموړي د اسلام مبین دین لارښوونو ته په اشارې سره، د ژوند په ټولو چارو کې د کیفیت په اړه وویل: «د الله تعالی په نزد د کمیت په پرتله کیفیت ډېر ارزښت لري او د اسلام له نظره هر هغه عمل چې په ښه ډول ترسره شي غوره دی او د تضمین کیفیت پروسه هم دې ته ورته ده.»
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې د دې جدي اړتیا ده چې د تحصیلي نهادونو په اساسي برخو کې لکه؛ نصاب، د تدریس څرنګوالي، د پنځه کلنو پلانونو عملي کول، څېړنو او د تضمین کیفیت ۱۱ ګونو معیارونو کې واقیعي کیفیت عملي شي.
محترم شیخ صاحب په یاد ورکشاپ کې له ګډونوالو استادانو وغوښتل چې د دې ورکشاپ موضوعات د خپل مربوطه پوهنتون له رهبرۍ سره شریک او د عملي کولو هڅه یې وکړي. همدا راز هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د هغو برنامو ملاتړ به کوي چې د تحصیلي نهادونو د کیفیت لوړاوي لامل کېږي.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۶، د ذوالحجې ۵مه
۱۴۰۴، د جوزا ۱۲مه
۲۰۲۵، د جون ۲مه