داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

ameen_admin
dksjfhkjsdfjk

Publish Date

Closing Date


عنوان: د دوه لاټونو په ګډون د دايکندي ښوونې او روزنې او بامیان طبيعي علومو پوهنځيو لابراتواري توکو، تجهیزاتو او وسایلو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1402/NCB/G-94 
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د دوه لاټونو په ګډون د دايکندي ښوونې او روزنې او بامیان طبيعي علومو پوهنځيو لابراتواري توکو، تجهیزاتو او وسایلو تهیه او تدارک پروژه پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د پروژې شرطنامه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د {12/2/1402} نېټې د شنبې ورځې د سهار تر (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ په بڼه د لومړي لات لپاره (89,000) نهه اتیا زره زره افغانۍ، دويم لاټ په (110,000) یو سل او لس زره افغانۍ او دريواړه لاټونه په (199,000) اندازه وړاندې کېږي. 
د افر ضمانت بايد ۲۸ ورځې زيات د افر د باور له نېټې څخه وي، يعني د افر د پرانيستې څخه ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.
د افر خلاصولو غوڼده به د {26/12/1402} نېټې شنبې ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د افر خلاصولو په صالون کې، چې د کابل درېيمه ناحيه، څلورمه کارته کې موقعيت لري، دايرېږي.   
د اړیکو شمېره:0202514078
برېښنا لیک: saririnasrat90@gamail.com
یادونه: له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د 16/12/1402 نېټې چهارشنبې ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزرات تدارکاتو ریاست د خدمتونو او توکو تدارکاتو آمريت کې دايرېږي.a