د لوړو زده کړو وزیر په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل.

ameen_admin
أربعاء, فبراير 07 2024 10:01 صباحا
jkfsfdkjsdf


په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د چین سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د نیکو تاریخي، سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه خوښي څرګنده کړه او پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
د لوړو زده کړو وزیر وویل، چې چین هېواد تل د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی او نن هم د ا.ا.ا د تګلارو او خودکفایۍ ملاتړ او درناوی کوي.
د لوړو زده کړو وزیر په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو په برخه کې د چین د مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې له ټولو هېوادونو مو غوښتنه دا ده، چې د افغانانو د اړتیاوو په اساس خپلې مرستې تر سره کړي.
د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د خپلو خبرو پر دوام په یاد هېواد کې د افغانستان د سفیر د باورلیک په منلو کې، د چین د وروستي اقدام ستاینه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او علمي پرمختیا په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.
له بلې خوا په کابل کې د چين سفير ښاغلي جاو شنګ د دواړو هېوادونو ښو تاريخي او اقتصادي اړيکو ته په اشارې سره وويل، چې د چين حکومت د افغانستان مذهبي او کلتوري ارزښتونه او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى کوي، چې وروستۍ ډيپلوماتيکې کړنې هم د دې ادعا څرګندونه کوي.
هغه همدا راز وويل، چين له افغانستان سره د کرنې او کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې پراخې سوداګريزې اړيکې لري او په پام کې ده چې دغه اړيکې د پخوا په پرتله لا پراخې شي.
نوموړي دغه راز د اکاډمیکو او تحصیلي اړیکو پیاوړتیا او د تحصیلي بنسټونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS