د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د فراه د لوړو زده کړو موسسې له مسوولینو او استادانو سره په کتنه کې ژمنه وکړه، چې د دې موسسې ستونزې به حل او محصلینو ته به یې ښه تحصیلي چاپیریال برابر کړي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په دوام د فراه لوړو زده کړو موسسې څخه لیدنه وکړه او د یادې موسسې د مسوولینو او استادانو د فعالیتونو، غوښتنو او ستونزو د اورېدو ترڅنګ يې ژمنه وکړه، چې دغه ستونزې به له منځه وړي او استادانو او محصلینو ته به د تدریس او زده کړې ښه زمینه برابره کړي.
نوموړي په دې کتنه کې وويل چې لوړو زده کړو وزارت تل هڅه کړې چې د هېواد د تحصيلي بنسټونو ستونزې له نږدې وڅېړي او د خپلو امکاناتو په پام کې نيولو سره يې د حل په برخه کې اقدام کړى دى. نوموړي د فراه د لوړو زده کړو موسسې د لیلیې د فعالیت د پیل، د لابراتوار او کتابتون د تجهیز، د استادانو او محصلینو د ترانسپورتي ستونزو د حل او نورو ستونزو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د یو بل خبر له مخې، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په یوه لویه غونډه کې چې د فراه ولایت ولايتي مسؤلينو، د علماوو شورا غړو، مجاهدینو، مخورو، ولسي وګړو، استادانو او محصلینو هم شتون درلود، ګډون وکړ.
په دې کتنه کې سرپرست وزیر فراه ولایت ته د خپل سفر د پلان او هدف په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو تر څنګ د دغه ولایت د مېړنيو خلکو د قربانیو او مبارزو په اړه هم خبرې وکړې.
ورپسې په دې غونډه کې د فراه ولایت مرستیال، د علماوو شورا غړو او یو شمېر نورو ګډونوالو دغه ولایت ته د سرپرست وزیر له راتګه خوښي څرګنده کړه او د دغه ولایت د تحصیلي نظام په برخه کې یې له سرپرست وزیر سره یو لړ وړاندیزونه شریک کړل، چې د هغه له لورې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
نېټه: پنج شنبه
۲۴/۵/۱۴۴۵ هـ ق ۱۶/۹/۱۴۰۲ هـ ش ۷/۱۲/۲۰۲۳ م