د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په کندهار ولایت کې د ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې افتاء او قضا څخه د ۳۳ تنو علماء کرامو په فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

eshaq_admin
أحد, مارس 12 2023 4:32 صباحا
ghfgfgd

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ‌ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب فارغ شویو علماء کرامو ته په خطاب کې وویل ((مخکې ستاسو مسئولیت دا و، چې خپلې وړتیاوې لوړې کړئ؛ خو اوس مو چې دوه کلنې زده کړې پای ته ورسولې ورسره مو مسئولیت هم زیات شو. د ملت سرمایه درباندې مصرف شوې او باید، چې په رښتینې ډول د ملت خدمت وکړئ)).
 سرپرست وزیر دغه راز وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب په پراختیا او بیا کتنې سره ژمن دی، ترڅو، تحصیلي سیسټم لا علمي او منظم شي.
هغه همدارنګه یادونه وکړه، چې په پام کې د عصري علومو ترڅنګ په دیني برخو کې د هېواد په هر زون کې د تخصصي څانګو لپاره د لوړو زده‌کړو ریاستونه جوړ کړي.
په یاده فراغت غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف‌الله خیرخواه هم خبرې وکړې او په اوسني عصر کې د افتاء او قضاء برخه خورا مهمه وبلله.
علمي معین ټولو فارغو علماء کرامو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل ((تاسو د ټولنې هغه شتمني یاست، چې نور به ټولنې ته عملاً خدمت کوئ، د دې هېواد تاسو ته سترګي دي او تاسو به په ټولنه کې عدالت خپروئ او د ټولنې د درد دوا کېږئ به)).
ورپسې د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک، د کندهار پوهنتون رئیس مولوي اکرم شاه عاصم، د کندهار ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې ریاست مشر شیخ‌ مولوي صادق غزنوي او نورو وینوالو خبرې وکړې او خوښي یې وښوده، چې ټولنې ته داسې کادرونه وړاندې کېږي، چې په افتاء او قضا برخو کې یې لوړې زده‌کړې کړي او د نظام د معنوي قوت لپاره به په پوره اخلاص او صداقت سره کار وکړي.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS