د هندوستان هیواد د لیسانس په کچه د تحصیلې بورسونو خبرتیا

مجهول (لم يتم التحقق)

Due

-

د هندوستان هیواد د ساینس او ټکنالوژۍ په کالج(Quest College of Science & Technology ) کې چې هندوستان په چانډیګر ښار کې موقعیت لري د تحصیلې بورسونو په ۷۵ او ۷۰ سلنه تخفیف سره په مختلفو کچو د لیسانس  په کچه کې خبر ورکړی دي او همدارنګه د لیسانس په کچه د  دریو وړیا بورسونو خبر یې هم ورکړی دي.

نو هغو غوښتونکو ته چې په ۱۳۹۵- ۱۳۹۷ کال کې فارغ شوي او د دریو کلنو نمرو منځنۍ سلنه یې تر۷۵ لوړه وي کولای شې یادو بورسونو ته نوم لیکنه وکړي.

د ضرورت وړ اسناد:

  • د ښونځې شهادت پاڼه
  • د تابعیت تذکره

د پورتنۍ بورسیې مینوال کولاۍ شې تر ۲۵/۱۰/۱۳۹۸ نیټې پورې د یادو بورسونو د نوم ثبتولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د پزیرش ۲۱ نمبر غرفې ته له خپلو اصلې اسنادو سره مراجعه وکړي.

د یادونې وړ ده چې محترم غوښتونکې کولای شې  نورو معلومات چې د همدې خبرتیا سره ضمیمه شوی دی لاسته راوړي.

دانلود