داوطلبۍ ته د بلنې اعلان

nasir_admin
fdgsdfghsdfhst

Publish Date

Closing Date

د پروژې عنوان: د وزارت مرکزي ادارو د اړتیا وړ ټکنالوژيکي وسایلو د تدارک پروژه
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/G-018:
لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایطو پوره داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د وزارت مرکزي ادارو د اړتیا وړ ټکنالوژیکي وسایلو د تدارک په پروژه کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې کاپي په فلش کې په وړیا ډول د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست څخه تر لاسه، خپل افرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم په سربسته ډول له همدې اعلان وروسته د ۱۴۰۱ کال، د لړم (عقرب) تر ۱۲مې، د سهار تر ۱۰بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل افغانستان په درېیمه ناحیه، څلورمه کارته کې موقعیت لري، وسپاري. ناوخته راسېدلي او انټرنېټي افرونه د منلو وړ نه دي. 
د افر د ضمانت بیه د ګرنټي بانګ او یا نغدو پیسو په توګه (۱۸۰۰۰۰) یو سل او اتیا زره افغانۍ ده. د افر ضمانت باید ۲۸ ورځې زیات د افر د باور له نېټې څخه وي، یعنې د افر د پرانیستنې څخه ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي. 
د افر پرانیستنې ناسته د ۱۴۰۱ کال، د لړم میاشتې ۱۲مه، د پنجشنبې په ورځ د سهار په ۱۰بجو، د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د افر پرانیستلو صالون کې، چې د کابل افغانستان په درېیمه ناحیه، څلورمه کارته کې موقعیت لري، ترسره کېږي.  
د اړیکې شمېره: 0202514078
برېښنایي پته: saririnasrat90@gamail.com
نوټ: له افر پرانیستلو مخکې ناسته د ۱۴۰۱ کال، د لړم په ۲مه، د دوشنبې په ورځ د سهار په ۱۰ بجو، د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د اجناسو او غیر مشورتي خدمتونو د تدارکاتو په امریت کې ترسره کېږي.