د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد تحصیلي بنسټونو د ساینس پوهنځی د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراخیتا دویم دور کلسټر ګډونوالو ته وینا وکړه.

nasir_admin
أحد, أغسطس 21 2022 7:41 صباحا
sdsdgsd

۱۴۴۴/۱/۲۳
۱۴۰۱/۵/۳۰

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني وویل چې موږ د دیني او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې د یوه ځواکمن، معیاري او افغاني ټولنې اړتیاوو ته ځواب ویونکي تحصیلي نصاب لپاره کار کوو. دغه راز له مختلفو پوهنتونونو او ادارو څخه د ساینس پوهنځیو متخصصینو ته په خطاب کې یې وویل، چې موږ د تحصیلي نصاب بیاکتنې او پراختیا ته ژمن یو او ستاسو لپاره د دې زمینه برابرو چې د هېواد تحصیلي نصاب معیاري او د هېواد د اړتیاوو پوره کولو جوګه یې وګرځوئ.  
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د تحصیلي نصاب پرمختګ او معیاري کول د هېواد د ځان‌بساینې په برخه کې مهم وبلل او د هېواد په پرمختګ کې یې د تحصیلي نصاب د ارزښت په اړه خبرې وکړې. 
وروسته د تحصیلي نصاب د کمیسیون غړي پوهندوی داود شاه فاروق د یوه پرېزنټېشن په ترڅ کې د یاد کلسټر د کار بڼې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. 
د یادولو وړ ده چې دغه کلسټر د ساینس پوهنځی (ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي) څانګو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا لپاره دایر شو، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS