د قرارداد تصمیم نیونې عمومي خبرتیا!

nasir_admin
wetrwe

په دې توګه د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په نظر کې لري، چې د علمي ترفيعاتو او تقرر ریاست بنسټيز ترميم د پروژې قرارادا، چې د داوطلبۍ د ( MOHE/1401/W – 008) شمېرې درلودونکی دی د شاه محمود ژوند ساختماني شرکت ته چې د جواز نمبر یې (D-39799) دی او د افغانستان، هلمند، لښکر ګاه د حاجي عبيدي مارکيټ کې موقعیت لري په ( ۷۴۷۵۰۰) مجموعې قيمت ورکوي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نیټې څخه تر اوو ۷ نورو ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې د څلورمه کارته، د کابل پوهنتون ترڅنګ واقع دی وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو معیارونو تر بشپړیدو پورې او د قانوني طرزالعملونو تعقیب پورې به قرارد ترسره نشي.